Asset 1SWN

ایمرجنسي روغتون: د شهرنو له برید نه درې جسدونه او ۱۸ ټپیان راوړل شوي

_127978886_mediaitem127975944

کابل کې ایمرجنسي روغتون پر ټویټر لیکلي چې په شهرنو کې له ننني برید څخه ټول‌ټال ۲۱ کسان دغه روغتون ته وروړل شوي چې درېوو هغو یې مخکې له مخکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بله‌خوا د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد څو شېبې مخکې پر ټویټر ولیکل چې شهرنو کې پر یوه هوټل شوی برید د درېوو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

د هغه په وینا، په یاد برید کې یوازې دوه بهرنیان چې ځانونه یې له لوړ پوړ نه راغورځولي وو، ټپيان شوي دي. مجاهد زیاته کړې چې په برید کې هېڅ بهرني وګړی نه‌دی وژل شوی او په هوټل کې مېشت مېلمانه یې ژغورلي دي.

تر اوسه کوم چا یا وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

نن ماسپښین شاوخوا دوه‌نیمې بجې د کابل ښار په زړه شهرنو کې پر یوه هوټل درې پرله‌پسې چاودنې وشوې او ورسره هم‌مهاله ډزې هم پیل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام