Asset 1SWN

د ا.ا ویاند: د کابل شهرنو کې پر هوټل برید پای ته ورسېد

شهرنو

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې د کابل ښار د شهرنو سیمې اړوند پر یوه هوټل برید د درېوو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

د نوموړي په وینا، یاد هوټل کې مېشت مېلمانه ژغورل شوي او هېڅ بهرنی وګړی په دغه برید کې نه‌دی وژل شوی.

هغه وايي، دوو بهرنیو وګړو د برید پر مهال یې له ودانۍ ځانونه راغورځولي، ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په دغه هوټل کې چینایان او ځینې نور بهرنیان مېشت و.

تر اوسه کوم چا یا وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نن ماسپښین شاوخوا دوه‌نیمې بجې د کابل په زړه شهرنو کې څو پرله‌پسې چاودنې وشوې او ورپسې ډزې هم پیل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام