Asset 1SWN

سمنګان کې پر جهادیه مدرسې د برید پر وړاندې غبرګونونه

Jahadya-1-pyhknefk5zhtejhhmscz8ab5k3uu0s5cpjhyio9l6w

په سمنګان ولایت کې پر جهادیه مدرسې برید چې له کبله یې له ۴۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته، کورني او نړیوال غبرګونونه را پارولي دي. دا چاودنه پرون ماسپښین د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار په جهادیه مدرسه کې د جماعت پر مهال وشوه.

د سمنګان د ولایتي روغتون رییس سیدمحمدعثمان حمیدي سلام‌وطندار ته ویلي چې په دې چاودنه کې د ماشومانو په ګډون، ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور پرون له دې چاودنې وروسته وویل چې په دې چاودنه کې د یادې مدرسې شاوخوا لس زده‌کوونکي وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي. هغه ویلي چې کشفي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي، څو د دې پېښې عاملان په نښه او سزا ورکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارزدافیرې کرن ډېکر هم نن پر ټویټر دا چاودنه غندلې او هغه یې له نفرته ډک بللې ده. هغې د افغان ماشومانو پر ساتنې ټینګار کړی او زیاته یې کړې یې ده: «موږ باید د خپلو بچیانو له ژوند نه د وحشت ريښې وباسو.»

افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم په سمنګان کې پر جهادیه مدرسې برید «وحشیانه» بللی دی. نوموړې پر ماشومان برید د افغانستان پر راتلونکې برید بللی او د درېدو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ هم دا چاودنه غندلې ده. کابل کې د ایران سفارت هم په یوه ټویټ کې دغه برید په سختو ټکو غندلی دی.

د بښنې نړیوال سازمان بیا د دغه برید د غندنې ترڅنګ، ویلي چې دغه خونړي برید نړیوالې ټولنې ته بیا ور یاده کړه چې د افغانانو دردونه او کړاوونه تراوسه پای ته نه‌دي رسېدلي.

بله‌خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف هم په سمنګان کې پر مدرسې د شوي برید د غندنې ترڅنګ، لیکلي چې یاده چاودنه کې ماشومان وژل شوي، خو په وینا یې، تر اوسه یې شمېر نه‌دی تایید شوی.

یونیسف ویلي چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې لږترلږه ۲۸۸ افغان ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او په خبره یې، داسې ښکاري چې اصلي شمېرې تر دې لوړې وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم بېګاه د دې چاودنې د غندنې ترڅنګ ویلي و چې یاد برید د ټولو اصلامي او انساني اصولو خلاف دی.

په همدې حال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله هم دغه برید غندلی او هغه یې د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.

تر اوسه کوم چا یا وسله‌والې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام