Asset 1SWN

د بهرنیو چارو وزارت د پېښور په یوه جومات کې مرګونی برید غندلی

n00253608-b

د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت د پولیسو مرکز اړوند یوه جومات کې شوې چاودنې ته په غبرګون کې د دغه هېواد حکومت او د قربانیانو کورنیو سره خپله خواخوږي ښودلې او یاد برید یې غندلی دی.

دغه وزارت لیکلي: «په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې نن د خېبرپښتونخوا ایالت پېښور کې په یوه جومات کې د چاودنې له امله ګڼو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ډېری نور یې ټپیان شوي دي. اسلامي امارت مساجدو کې پر لمونځ کوونکو برید غندي او داسې کړنې د اسلام مبین دین احکامو سره ټکر کې بولي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه برید غندلی او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې یاد برید د بشر ضد جایت او د انساني ارزښتونو خلاف عمل یې بللی دی.

دا په داسې مهال دی چې ځینو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د پېښور د پولیسو مرکز په یوه جومات کې د شوې چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۹۲ ته لوړ شوی دی.

دغه برید پرون دوشنبه ۱:۴۰ بجې هغه مهال په یاد جومات کې رامنځته شوی چې خلک پر لمانځه ولاړ وو.

پاکستاني چارواکو ویلي، ځانمرګی بریدګر د لمونځ کوونکو لومړي صف کې ولاړ و او د لمانځه پر مهال یې خپل ځان پورې تړليو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې د دغه برید تر شا کسان اسلام پورې تړاو نه‌لري. د نوموړي په وینا، تول ملت به د ترهګرۍ پر وړاندې درېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام