Asset 1SWN

پاکستان کې ځانمرګی برید؛ درې سرتیري ټپیان شوي

pakmilmindset5

پاکستاني رسنیو نن جمعه د لړم ۱۹مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د یوه ځانمرګي برید پر مهال درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي دي.

رسنیو ویلي چې دغه برید پرون پنج‌شنبه د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل په نورک سیمه کې د پوځ د ماینونو او بریدونو مخنیوي موټر باندې شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پاکستان پوځ تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو یوې امنیتي سرچینې د دغه هېواد رسنیو ته ویلي چې برید کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک موټرسایکل د پوځ له موټر سره جنګولی چې له امله یې چاودنه رامنځته شوې ده.

تروسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دا په روان کال کې اووم ځانمرګی برید وو چې شمالي وزیرستان کې د دغه هېواد پر پوځ کېږي.

دا په داسې مهال دی چې په وروستیو څو میاشتو کې پاکستان د دغه هېواد د پوځ او حکومتي چاروکو باندې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه هېواد د یو‌شمېر څېړنیزو بنسټونو د راپورونو له مخې، د سږ کال په سپټمبر میاشت کې تر ټولو زیاتې ۴۲ د ترهګرۍ پېښې شوي چې ډېری یې په خېبرپښتونخوا کې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام