زابل کي د څلور ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ «رزمي لوبې» پیل شوې د زابل د ورزش امریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د څلور ولایتونو د رزمي لوبو د لوبغاړو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.
چین د افغانستان پر ۹۸سلنه صادراتو ګمرکي مالیه صفر ته ټیټوي کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي چې هېواد یې د روان میلادي کال د ډسمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د افغانستان پر ۹۸سلنه صادراتو ګمرکي تعرفه صفر ته راټیټوي.
متقي د پاکستان سفیر ته: افغان کډوالو سره ناسم چلن د دواړو هېوادونو په زیان دی د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي دي. امیرخان متقي په دې کتنه کې د پاکستان سفیر ته ویلي چې افغان کډوالو سره د دغه هېواد د پولیسو ناسم چلن د دواړو هېوادونو په زیان دی.
پاکستان کې ځانمرګی برید؛ درې سرتیري ټپیان شوي پاکستاني رسنیو نن جمعه د لړم ۱۹مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د یوه ځانمرګي برید پر مهال درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي دي.