Asset 1SWN

چین د افغانستان پر ۹۸سلنه صادراتو ګمرکي مالیه صفر ته ټیټوي

جلغوزه

کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي چې هېواد یې د روان میلادي کال د ډسمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د افغانستان پر ۹۸سلنه صادراتو ګمرکي تعرفه صفر ته راټیټوي.

کابل کې د چین سفیر پرون پنج‌شنبه د لړم ۱۹مه پر خپله ټوېټرپاڼه ویلي چې دغه پروګرام د چین د ګټې «وېن-وېن» ستراتیژۍ پر بنسټ او د افغانستان د چټکې ودې او پرمختګ په موخه عملي کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

وچه مېوه، جلغوزه، غالۍ، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې د هغو صادراتو یوه برخه شمېرل کېږي چې افغانستان یې چین ته صادروي.

په ورته مهال چین افغانستان ته د سوداګریزو توکو تر ټولو لوی صادرونکی هېواد دی. ویل کېږي چې افغانستان له چین څخه برقي وسایل، جامې، خام صنعتي او نور توکي واردوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې واک ته د اسلامي امارت له بیارسېدو راهیسې د لګېدلو بانکي او نورو محدودیتونو له کبله افغان سوداګر له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام