کابل کې د چین سفیر وانګ یو نن پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له سرپرست سره په یوې ګډه خبري ناسته کې له افغانستان څخه د امریکا په نامسوولانه وتلو نیوکه وکړه.

د چین سفیر په دغه ناسته کې وویل چې د امریکا په راتلو سره افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ شول او اوس چې دغه هېواد له افغانستانه په غیرمسوولانه توګه وتلی، د افغانانو ستونزې دوه برابره شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال وانګ یو د امریکا له لوري د افغانستان د شتنیو د کنګلېدو په غبرګون کې وویل چې دغه هېواد د افغانستان د وضعیت ښه‌والي لپاره د مرستو نه کولو له امله د ستونزو د زېږون لامل شوی دی.

په ورته مهال کابل کې د چین سفیر په دغه خبري ناسته کې ټينګار وکړ چې امریکا باید افغانستان کې د خپلو کړنو مسوولیت پر غاړه واخلي. نوموړي همداراز زیاته کړه چې هېواد یې افغانستان کې شخصي ګټې نه‌لري او د چا په کار کې لاسوهنه نه کوي.

کابل کې د چین دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په تازه‌ګۍ سره د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي هم د امریکا له فتنې څخه د افغانانو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې یو‌شمېر سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د چین او ایراني چارواکو څرګندونې له امریکا سره د دښمنۍ له امله دي. دوی د سیمې له هېوادونو غواړي چې د افغانستان د وضعیت ښه‌والي لپاره د اسلامي امارت  سرپرست حکومت د نړیوالو غوښتنو ته قانع کړي.

د سیاسي چارو شنونکي طارق فرهادي وویل: «چین او ایران باید په دې فکر کې شي چې سرپرست حکومت باید د ښځو او ځوانانو په دریځ کې بدلون راولي او نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي، څو د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت وپېژندل شي او پرمختګ ته لاره هواره شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

واک ته د اسلامي امارت تر بیارسېدو راهیسې نږدې یوولس میاشتې کېږي، خو لا هم کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی چې خلک افغانستان کې د وضعیت خرابوالي او اقتصادي ستونزو د ډېروالي په اړه اندېښمن دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام