Asset 1SWN

له اصلاحاتو پرته ټاکنې هېواد له ننګونو سره مخ کوي

1564987645dppelection-2

ولسمشر محمداشرف غني د لنډمهالي حکومت په اړه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طرحې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د ولسي جرګې د درېیم کاري کال د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې د ټاکنو له لارې د واک لېږد یې ورته هغه اصل دی چې معامله به پرې ونه کړي.

بله‌خوا د نیویارک ټایمز خبریال د یوه راپور په خپرولو سره ادعا وکړه چې ولسمشر غني د خلیلزاد طرحه رد کړې او په لنډ وخت کې د ټاکنو پر کېدو کار کوي.

د افغناستان د اسلامي انقلاب حرکت ګوند رییس مولوي عبدالحکیم منیب نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د ولسمشر پر دې طرحه نیوکه وکړه او په وینا یې، په ټاکنیز سېسټم کې له اصلاحاتو پرته ټاکنې افغناستان له نویو او سختو ننګونو سره مخ کوي.

د هغه په خبره، په لنډ وخت کې د ټاکنو کولو لپاره د لازمې بودیجې نه‌ موجودیت، په هېواد کې پر ټاکنیز نظام او سېسټم د خلکو او سیاستوالو بې‌باوري او پر ټاکنو د ولسمشر غني د سیاسي سیالانو نه‌ قناعت د ټاکنو پر وړاندې سترې ننګونې دي.

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د سولې ټینګښت اوس هم له تعبیر پرته د خوب بڼه لري او اړتیا ده چې طالبان سولې ته د رسېدو لپاره له جګړې لاس واخلي او د خبرو مېز ته حاضر شي.

د یادونې ده چې یوشمېر سیاسي کارپوهان هم پر دې باور دي چې ولسمشر غني په راتلونکو شپږو میاشتو کې د ټاکنو کولو طرحې په وړاندې کولو سره وخت ضایع کوي او غواړي د لنډمهالي حکومت په اړه د امریکا نظر بدل او په دې اړه قناعت ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام