واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره د اسلامي امارت له رهبرۍ سره پر داسې یوې طرحې کار کوي چې افغانستان وکولای شي، خپلې کنګل شوې شتمنۍ ته لاسرسی پیدا کړي.

واشنګټن پوسټ ویلي چې له دغه کار موخه افغانستان کې بشري‌ ناورین او لوږې ته رسېدنه ده او اسلامي امارت نه‌شي کولای چې د نورو موخو لپاره له دې پیسو کار واخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د راپور پربنسټ، امریکايي چارواکو داسې حل‌لاره وړاندې کړې چې د افغانستان بانک مسوولان د دغو پیسو څخه په استفادې به د افغانستان اقتصاد ثبات کړي او بېرته به وغوړېږي.

په راپور کې راغلي چې افغانستان اوس له بشري فاجعې سره مخ دی او د امریکا دولت د دې وضعیت یوه برخه ده، ځکه د جو بایډن حکومت د افغانستان بانک میلیونه ډالر کنګل کړي او پر دې سربېره، د دغه هېواد پر خصوصي سکټور یې بندیزونه لګولې دي.

په ورته مهال د واشنګټن پوسټ په راپور کې راغلي چې امریکايي چارواکي له اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګونو ته خوشبین دي، خو بیا یې هم ویلي، د افغانستان خلکو ته د شتمنیو رسولو پر وړاندې لا هم خنډونه پرځای دي.

د اسلامي امارت له واکمنېدو راپدېخوا د امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت د افغانستان د مرکزي بانک شتمني چې دغه هېواد کې ساتل کېده، کنګل کړه.

جو بایډن په فبرورۍ میاشت کې یو فرمان لاسلیک کړ چې د دغو شتمنیو نیمايي برخه به د یوولسم د سپټمبر د پېښې قربانیانو ته د غرامت په توګه وکړل شي.

د اسلامي امارت سرپرست حکومت د امریکا دغه پرېکړه ناسمه وبلله او په وار وار یې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یو‌شمېر هېوادونو او بنسټونو چارواکو هم د بایډن پر دغه فرمان نیوکه وکړه او وې وویل چې دغه شتمني د افغانستان خلکو پورې تړاو لري او باید ورکړل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام