د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه کلني راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغانستان په ګډون، په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د نقض خبر ورکړی دی. په دغه راپور کې لیکل شوي چې افغان حکومت د چارواکو د ناوړه ګټې اخیستنې په برخه کې اغېزناک او دوامداره څېړنې نه دي کړي.

په راپور کې زیاته شوې: «د قانون حاکمیت ته نه پام او له سزا نه د بشري حقونو د ناقضانو خوندیتوب تر ټولو ستره ستونزه وه. دولت په اغېزناک او دوامدار ډول د امنیتي ځواکونو په ګډون، د چارواکو ناوړه ګټه اخیستنه نه ده څارلې.»

خو افغان حکومت د دغه راپور د رد تر څنګ وايي، د هر حکومتي چارواکي پر وړاندې چې بشري حقونه یې نقض کړي، قانوني او جدي اقدام شوی دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال وايي، حکومت، په تېره ولسمشر غني د بشري حقونو او ملکي وګړو د خوندیتوب په برخه کې مسوولو چارواکو ته جدي سپارښتنې کړې دي.

د نوموړي په وینا، د بندخونو وضعیت په دوامداره توګه څارل کېږي او هر چارواکي چې د بشر حقونه نقض کړي، قانوني چلن ورسره شوی دی.

مینه‌پال زیاتوي، طالب وسله‌والې ډلې تر ټولو ډېر د بشر حقونه نقض کړي او په خبره یې، جنګیالي یې ملکي وګړي د سپر په توګه کاروي او د خلکو له کورونو یې سنګرونه جوړ کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له مخې، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ترهګرو وژنې، د امنیتي ځواکونو له لوري وژنې او د جګړې د ښکېلو لوريو بې‌رحمانه او ناانساني سزا ورکول، خپل سرې یرغمل نیونې، د خلکو ورکېدل او تښتونې، پراخ فساد، د ښځو پر وړاندې د شویو قضیو نه څېړل، د سرتېري په توګه د ماشومانو ګومارنې او ترې ناوړه جنسي ګټې اخیستنې، د لږکیو په نښه کول، د ښځو، خبریالانو او مدني فعالانو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډکو ګواښونو ډېروالی او ترورونه په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض موارد دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام