د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال اجمل شاه‌پور نن په افغانستان کې له کار څخه د ماشومانو د راګرځولو پروژې د پروګرام په پرانیست‌غونډه کې وایي، د کورنیو د پوهاوي د کچې ټيټوالی او ماشومانو ته په کمه سترګه کتل، د دې لامل شوي چې دوی تر ډېره زیان وویني.

هغه وایي، په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او ګڼ‌شمېر دغو ماشومانو چې درنو کارونو ته اوږه ورکړې، په ټولنه کې ورته په کمه سترګه کتل کېږي.

 د شاه‌پور په وینا، په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د شمېر د ډېروالي ترڅنګ د دغه وزارت موندنې ښايي چې د سیمې په هېوادونو کې تر بل هر هېواده هغه ماشومان چې په درنو کارونو بوخت دي، تر ډېر د افغانستان اړوند دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د سیمې په هېوادونو په ځانګړي توګه په ایران، پاکستان او په نورو هېوادونو کې ډېری افغان ماشومان د کار لپاره ګومارل کېږي چې دا کار د ماشومانو د حقونو تر پوښو لاندې کول دي.

 د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو د برخې رییس نجیب‌الله اخلاقي وایي، نږدې څلورمیلیونه افغان ماشومان له زده‌کړو بې برخې دي. د نوموړي په وینا، ۸۰سلنه ماشومان چې له زده‌کرو بې برخې پاتې شوي، هغه ماشومان دي چې کار کوي او  له دې ډلې بیا ۶۰سلنه کار کوونکي ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د دغو ماشومانو له ډلې ۲۰سلنه یې د مافیایي ډلو او شبکو ښکار ګرځېدلي او همدومره سلنه نور بیا د کورنیو د پوهاوي د کچې د ټیټوالي له امله اړ شوي چې له کور څخه د باندې درنو کارونو ته اوږه ورکړي.

په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت د خرابوالي په اړه اندېښنې په داسې حال کې دي چې د کار نړیوال سازمان ۲۰۲۱میلادی کال له کار څخه د ماشومانو د راګرځولو په نوم، نومولی او له همدې امله یې په سوېلي اسیا کې له کار څخه د ماشومانو د راګرځولو پروژه پیل کړې ده.



 په ورته وخت کې د کار د نړیوال سازمان یا «ایلو» استازی رامین بهزاد وایي، د دې پروژې له مخې، افغان حکومت باید له کار څخه د ماشومانو د راګرځولو په برخه کې جدي اقدامات وکړي.

نوموړی وایي، د کار نړیوال سازمان د سوېلي اسیا اړوند افغانستان، نیپال، بنګلادېش، هند، میانماراو پاکستان هېوادونو کې د ماشومانو په اړه ځانګړی پروګرام تر لاس لاندې لري چې ډېر ژر به په دغو هېوادونو کې په عملي بڼه پیل شي.

په افغانستان کې له کار څخه د ماشومانو د راګرځولو لپاره د اغېزمنو پالیسو جوړونه، پر ماشومانو د کار منفي اغېزو په اړه د عامه پوهاوي د کچې لوړول، په سوېلي اسیا کې له کار څخه د ماشومانو د راګرځولو د پروژې اساسي موخې یادې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام