د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو رييس شامحمد ولي زوی سلاموطندار ته وايي، په روان کال کې د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د جکړو له کبله يوازې د دې ولايت په مرکز پلعلم کې ۳۷۱ ماشومان درنو او شاقه کارونو ته اړ شوي دي.
وليزوی وايي، په لوګر کې ډېری کورنۍ او لسګونه ماشومان په هېواد کې د جکړو له کبله زیانمن شوي چې د روانې جکړې په ترڅ کې ۷۲ ماشومان ټپیان شوي او ۳۳ نور وژل شوي هم دي.
هغه ماشومان چې د جګړو له کبله د سختو او درنو کارونو ترسره کولو ته اړ شوي وايي، جګړو يې پر ژوند او زدهکړو ناوړه اغېزې کړي او اړ شوي چې د خپلې کورنۍ د اقتصاد لپاره درانه کارونه وکړي او خپلې ورځنۍ چارې له دې لارې سمبال کړي.
دوی په افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو غږ کوي چې په هېواد کې جکړه بس کړي د عامو او بېګناه افغانانو ژوند ته پاملرنه وکړي ترڅو په هېواد کې د مرګژوبلې کچه راټیټه شي.
لوګر کې په داسې حال کې سلګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي چې په هېواد کې د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د جګړې ډګر یو ځل بیا تود شوی او هره ورځ د بېلابېلو هدفي بریدونو په ترڅ کې ګڼ شمېر افغانان وژل کېږي.