د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجې سند به نن ولسي جرګې ته ولېږل شي

مالیې وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجې پر سر د ارګ او ولسي جرګې ترمنځ د ناندریو په دوام، په یاده بودجه کې د ۲۰ میلیارډه افغانیو ډېروالی کابینې ته وړاندې کړه. کابینې هم د مالیې وزارت طرحه تایید او ټاکل شوې نن یو ځل بیا ولسي جرګې ته ولېږل شي.

۱۳۹۸ کال کې له ۹۱ کوډ نه ميليونونه افغانۍ ناقانونه لګول شوي

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون مشر میر افغان صافي له مالیې وزارت سره ددغه کمیسیون په ګډه غونډه کې ويلي، که څه هم د ولسي جرګې مالي او بودیجې کمیسیون په کراتو او د رسمي مکتوبونو په لېږلو سره له مالیې وزارت څخه د ۹۱یم کوډ د پیسو د لګښت د څرنګوالي په اړه پوښتلي، خو دغه وزارت په بېلابېلو پلمو سره د دوی غوښتنو ته ځواب نه ورکوي.

قانوني بنديز؛ پنټاګون بيا هم له افغانستانه د خپلو سرتېرو ايستو ته دوام ورکوي

سره له دې چې د یوه نوي قانون له مخې افغانستان نه د نورو امریکایي ځواکونو وتل بند شوي؛ خو د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون پرته له دې چې د ځواکونو د ايستو مسلې خطرونه او ناوړه پایلې کانګرس سره شریکې کړي، د امریکایي ځواکونو د ايستو بهیر ته دوام…

لوګر کې جګړې؛ يوازې پل‌علم کې ۳۷۱ ماشومان د درنو کارونو کولو ته اړ شوي

د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو رييس شامحمد ولي زوی سلام‌وطندار ته وايي، په روان کال کې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د جکړو له کبله يوازې د دې ولايت په مرکز پل‌علم کې ۳۷۱ ماشومان درنو او شاقه کارونو ته اړ شوي دي.

ولي‌زوی وايي، په لوګر کې ډېری کورنۍ او لسګونه ماشومان په هېواد کې د جکړو له کبله زیانمن شوي چې د روانې جکړې په ترڅ کې   ۷۲ ماشومان ټپیان شوي او ۳۳ نور وژل شوي هم دي.

تېره يوه شپه او ورځ کې له کورونا ۷ کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۷ کسان مړه کړي او ۱۰۶ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۲۰۲ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۴۷۲ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۱۲ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

انسان تښتوونکو د هرات د کرنې رییس ۱۲ کلن زوی تښتولی

د هرات امنیتي مسوولان وايي چې انسان‌ تښتوونکو د دغه ولایت د کرنې رییس ۱۲ کلن زوی تښتولی دی.
د هرات د امنیې قومانداني ویاند عبدالاحد ولي‌زاده وايي چې انسان‌ تښتوونکو یاد ماشوم بېګاه ماښام د هرات د اتمې ناحیې اړوند له «قول‌اردو» سیمې تښتولی دی.

بلخ کې د ملي اردو پر موټر د ناپېژاندو وسله‌والو بريد؛ ۲ کسان وژل شوي او ۳ ټپيان دي

بلخ ولايت کې د ملي اردو سرتېرو پر لېږدوونکي رنجر موټر د ناپېژاندو موټرسايکل سپرو وسله‌والو بريد کې ۲ سرتېرې وژل شوي او ۳ نور کسان ټپيان دي.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمدحنیف رضايي د ياد خبر په تاييد سره وايي، دغه پېښه نن سهار د مزارشريف ښار پنځمې ناحيې اړوند سيمه کې هغه مهال شوې کله چې د سرتېرو موټر قول اردو ته پر لاره و.