سره له دې چې د یوه نوي قانون له مخې افغانستان نه د نورو امریکایي ځواکونو وتل بند شوي؛ خو د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون پرته له دې چې د ځواکونو د ايستو مسلې خطرونه او ناوړه پایلې کانګرس سره شریکې کړي، د امریکایي ځواکونو د ايستو بهیر ته دوام ورکړی.

د امریکا د دفاع وزارت اعلامیه کې راغلي: «تراوسه کوم نوی فرمان نه دی صادر شوی چې وکولی شي شرایطو ته په پام، د ځواکونو کمولو پر بهیر چې پربنسټ یې د جنوري میاشتې تر ۱۵مې دغه هېواد کې د ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته کمېږي، اغېز وکړي.»

موږ هڅه وکړه د موضوع په تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ او د دفاع وزارت غبرګون هم ترلاسه کړو، خو له ډیرو اړیکو سربېره بریالي نه‌شو.

په ورته وخت کې یو شمېر پوځي کارپوهان په دې باور دي چې که امریکا له افغان ځواکونو سره مرستو او هوایي ملاتړ ته دوام ورکړي، نو هېواد څخه د امریکايي ځواکونو ايستل به، پر امنیتي وضعیت کومه اغېز ونه‌لري.

د سیاسي چارو کارپوه محب الله شریف وايي، افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتو په اړه چې ډونالډ ټرمپ کومه لایحه تطبیقوله په کې ستر قانوني ممانعت دا دی چې باید دغه لایحه کانګرس تصویب کړې وای.

نوموړي وویل، دا چې ټرمپ اوس خپله استیضاح سره مخ دی، نو ښایي د امریکا کانګرس دا مسله تر تطبیق پورې پرې‌نه‌ږدي او که تطبیق هم شي، نو د ټرمپ پرضد به وکارول شي چې ناقانونه اجراات یې کړي دي.

د شریف په وینا، که افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ايستو لایحه تطبیق شي، نو د سولې پر پروسې او له سیاسي پلوه به د افغان حکومت لپاره منفي اغېز ولري.

له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتو په اړه رویټرز خبري اژانس لیکلي، د سرتېرو د وتو دوام ښايي د کانګرېس د غړیو له جدي غبرګون سره مخ شي چې دوی د نورو ځواکونو د کمولو پلوي نه‌دي او څرنګه چې دا مسله ګانګرېس ته نه‌ده محول شوې، نو ښايي د امریکا د کانګرېس غړي به په دې اړه جدي غبرګون وښيي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام