Asset 1SWN

پنټاګون له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو امر صادر کړ

12281182_633-oyl2ey8y0roib28xi1w2ayvecqdwi04lsqzlwfce50

 

د امريکا د ملي امنیت سلاکار اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمولو لپاره حکم صادر شوی دی.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراين تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې د امريکا د دفاع سرپرست وزیر کریسټوفر مېلر په افغانستان او عراق کې د امریکايي ځواکونو د کمولو امر کړی دی.

نوموړي ويلي، په څو اوونیو کې دې له افغانستان څخه ۲۰۰۰ او عراق څخه ۵۰۰ امریکايي عسکر و ایستل شي.

کريسټوفر مېلر ويلي، د راتلونکي ۲۰۲۱ کال د جنورۍ میاشتې تر ۱۵مې به افغانستان او عراق کې د امریکايي سرتیرو شمېر ۲۵۰۰ ته ورسېږي.

اوس مهال په افغانستان کې ۴۵۰۰ او عراق کې بیا ۳۰۰۰ امریکايي عسکر حضور لري چې د ماموریت مهمه برخه یې افغان او عراقي سرتېرو ته مشورې ورکول او روزنه ده.

مېلر ویلي، د سرتېرو کمولو پلان د تروریزم پر ضد جګړه کې د امریکا په پالیسۍ کې د تغیر راتلو په معنا نه ده او داسې به وشي چې د امریکا نظامي او ملکي وګړو څخه به ښه ساتنه وشي.

د نوموړي په وینا، د نوي پروګرام په اړه یې ولسمشر غني او د ناټو سرمنشي سره هم خبرې کړې دي.

خو تر دې وړاندې افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ايستلو اعلان په تړاو د ناټو سرمنشي ینس ‌سټولټنبرګ غبرګون کې ويلي وو چې له افغانستانه په بېړه وتل به ګران پرېوځي. نوموړي ويلي، له افغانستانه په بېړه وتل به دا هېواد یوځل بیا د نړیوالو ترهګرو لپاره خوندي پټنځای شي او که چېرې د سرتېرو وتل عملي شي، نو په افغانستان کې به داعش بېرته را ژوندي شي.

د ناټو سرمنشي وايي، له افغانستانه د امريکايي سرتېرو د وتلو په حال کې به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د ناټو سرمنشي ټینګار کړی چې له افغانستانه د امريکايي سرتېرو د وتلو په حال کې به ناټو د افغان امنیتي ځواکونو روزنې، تمویل، تجهیز او مشورو ورکولو بهير ته دوام ورکړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې ټول په ګډه افغانستان ته راغلي او په ګډه به افغانستان نه وځي.

سټولټنبرګ ويلي چې موږ «ناټو» تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان امنیتي ځواکونو تمویل او تجهیز ته ژمن يو.

ينس سټولټنبرګ مخکې ویلي و چې په افغانستان کې ۱۲۰۰۰ بهرني سرتېري حضور لري چې نيمايي يې امريکايي نه بلکې د نورو هېوادونو دي.

له دې وړاندې د ناټو سرمنشي ويلي و چې افغانستان کې د نظامي حضور په اړه په برنامه کې بدلون شرايطو پورې تړلی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم تېره ورځ په کابل کې د هېواد د روانو چارو په اړه د یوې خبرې غونډې پرمهال د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه وويل، د افغان ځواکونو ترڅنګ د بهرنیو ځواکونو موجوديت اړتيا ده.

نوموړي زياته کړه، سره له دې چې اوسمهال ۹۸ سلنه نظامي عملیات د افغان ځواکونو له خوا ترسره کېږي؛ خو د بهرنيو ځواکونو موجوديت اړين دی.

په ورته وخت کې ارګ ويلي،  ولسمشر غني د امریکا د دفاع سرپرست وزیر سره ټلیفوني خبرې کړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر ټویټر لیکلي، دغو ټلیفوني خبرو کې ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کرسټوفر میلر د دوه اړخیزو اړیکو او د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې کړي دي.

صدیقي ویلي، دغه خبرې تېره شپه شوي او د امریکا د دفاع سرپرست وزیر له افغان امنیتي ځواکونو څخه د دوامداره ملاتړ پر کیفیت ټینګار کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام