Asset 1SWN

سلام وطندار

ناټو: له افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو

ElfoyHkX0AEoTcA

 

افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي د لغمان، غور او هلمند ولايت له واليانو سره د امنیتي وضعيت او د سولې په اړه خبرې کړې دي او ډاډ يې ورکړی چې له افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

له ناټو په خپرو شويو ټوېټونو کې راغلي چې افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پانټیکورو د لغمان له والي رحمت الله يارمل سره د سولې پروسې او امنيتي وضعيت په اړه ليدلي دي او په دې ليدنه کې يې ويلي چې تاوتریخوالی د سولې پروسه له خطر سره مخ کوي او بايد سمدستي کم شي.

سټیفانو پانټیکورو همداراز د غور له والي نور محمد کوهنورد سره د ياد ولايت د امنيتي ننګونو په اړه خبرې کړې دي او ويلي يې دي چې ناټو غور ولايت کې د سولې او امنيت په اړه د افغان امنيتي ځواکونو له هڅو ملاتړ کوي.

د غور والي نور محمد کوهنورد هم سلام‌وطندار ته سره خبرو کې وويل چې تېره ورځ يې افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سره خبرې کړي او ورته ويلي يې دي چې ناټو د امنيتي ځواکونو کلک ملاتړ کوي.

د ناټو په خپرو شويو ټوېټونو کې دغه راز ليکل شوي چې د ياد سازمان ملکي استازي د هلمند له والي جنرال محمد یاسین سره د ياد ولایت امنیتي او بشري وضعیت په اړه خبرې کړې دي او ډاډ يې ورکړی چې ناټو په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام