Asset 1SWN

صالح: بې اسنادو موټر ظبط کېږي

Saleh-4-ox39azjzniej8bmjjsqx03gok02p4k6ozrxu13jwd0

 

له دې وروسته بې اسنادو موټر ظبط کېږي او له قانوني کولو وروسته د پولیسو یا د شهیدانو د کورنیو په واک کې ورکول کېږي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه پرېکړه نن سهار په امنیتي غونډه کې شوې.

صالح لیکلي، کلونه کېږي چې له بې اسنادو موټرو شکایت کېږي او د مجرمینو د تعقیب په برخه کې یوه لویه ستونزه هم همدا د بې اسنادو موټر دي.

د کابل د امنیت ټینګولو له مسوولیت اخيستو وروسته دا د ولسمشر د لومړي مرستیال لومړی ګام دی او وايي، د ښار واقعي او رواني امنیت به بېرته ټینګ کړي.

صالح مجرمانو ته خبرداری ورکړی چې یا باید له خپلو کارونو لاس واخلي او یا هم د زندان په تمه اوسي.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام