Asset 1SWN

ا.ا: د نړۍ له تعامل وروسته به د هغوی غوښتنې په پام کې ونیسو

ARG-Taliban-00

د راپورونو پر بنسټ، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزېپ بورېل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو پراخوالي لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو ملاتړ کړی دی.

د اروپايي ټولنې دغه لوړپوړي چارواکي په افغانستان کې د ښځو حقونو ته پر پاملرنې د ټینګار تر څنګ ویلي، په دې برخه کې باید د افغانستان پر سرپرست حکومت زیات فشار راوړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو ا.ا د جوزف بورېل دغو خبرو ته په غبرګون کې وايي، نړۍ باید ورته له دوی سره تر تعامل وروسته شرطونه وړاندې کړي. د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي:

«موږ د هغو څرګندونو ملاتړ کوو چې د تعامل پر پراخوالي په‌کې ټینګار شوی؛ ځکه تعامل حل‌لاره ده. کله چې تعامل وشي، بیا کولای شوو، شته نیمګړتیاوې پوره کړو. له دې مخکې یې ځینې خبرې کړي، هغه ناسمې دي او موضوع نه حلوي.»

په ورته وخت کې یوشمېر کارپوهان ټینګار کوي چې نړۍ د افغانستان کړکېچن وضعیت نه غواړي او هڅه کوي چې د تعامل لاره خپله کړي. دوی له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د افغان ښځو حقونه باید د ملي او دیني ارزښتونو پر بنسټ په پام کې ونیسي. سیاسي کارپوهان محمود اضطرابي او عبدالقدیر قانت وايي:

«په داسې حال کې چې د اوکراین او اسراییلو جګړې روانې دي، هېوادونه او ملګري ملتونه نه غواړي چې د  افغانستان په څېر درېیم او څلورم اړخ فعاله وساتي.»

«اوسنی حکومت باید هڅه وکړي چې د زده‌کړو حق په څېر، د افغان ښځو قانوني او شرعي حقونه ورکړي، څو نړۍ یې له کبله پر اوسني حکومت فشار را نه وړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

د یادونې ده چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د افغان نجونو او ښځو د حقونو برخه کې د نړیوالې ټولنې له فشارونو سره سره نرمښت نه‌دی ښودلی او نړۍ هم د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو ته زړه نه‌دی ښه کړی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام