د افغانستان د ژورنالستانو د ملي ټولنې مسوولانو نن کابل کې د یوې خبرې غونډې پرمهال وویل، د رسنیو مالکان او د رسنیو ملاتړي بنسټونه د خبریالانو له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي او په دې نوم یو‌شمېر کسان له هیواده باسي.

د ژورنالستانو د ملي ټولنې مسوول مسرور لطفي له نړیوالو بنسټونو غواړي چې د رسنیو څښتنانو او د رسنیو ملاتړي بنسټونه چې د خبریالانو له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کوي مخه دې ونیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو‌شمېر خبریالان هم په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د رسنیو مالکان او د رسنیو ملاتړي بنسټونه د خبریالانو په نوم خپل او خپلوان له هېواده څخه بهر اېستلي دي.

دوی وايي چې د توحیدي او مجیب خلوتګر په څېر د رسنیو مسوولانو لومړی په تېرو شلو کلونو کې د خبریالانو په نوم پروژې واخیستې او اوس یې د دوی په نوم خپل او خپلوان له افغانستان څخه بهر ووېستل.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم خبریالانو د رسنیو پر مالکانو او ملاتړو بنسټونو له دې امله نیوکه کړې وه چې دوی د خبریالانو په نوم خپل او خپلوان له هېواد څخه اېستلې دي. همدا اوس ډېرشمېر خبریالان چې د لېږد پر شرایطو برابر دي، په افغانستان کې پاتې دي او په بې‌برخلیک حالت کې ژوند کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام