د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انورالحق کاکړ د لومړي ځل لپاره له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره مرکه کې ویلي، له افغانستانه پاکستان ته هېڅ ګواښ نشته او افغانانو هېڅکله پاکستان ته ګواښ نهدی پېښ کړی.
د افغانستان سرپرست حکومت د کاکړ له دغو څرګندونو هرکلی کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد سلاموطندار ته وویل، دا ځل د پاکستان لومړي وزیر انورالحق کاکړ د افغانستان په اړه ښې څرګندونې کړي او په وینا یې، دا د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
نوموړی ټینګار کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې باید د خبرو او دوه اړخیز تفاهم له لارې حل شي.
هغه وویل: «څرګندونې وې چې کولای شي دواړه هېوادونه سره نږدې کړي. د تورونو لګول د حل لاره نهړه، باید د خبرو له لارې حل شي. د ستونزو او ګواښونو په اړه باید د دواړو هېوادونو نظر یو وي.»
د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان هیله څرګندوي چې د پاکستان د لنډمهالي حکومت د لومړي وزیر دغه څرګندونې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته ستونزو او امنیتي اندېښنو د هواري لامل شي.
د سیاسي چارو کارپوه عبدالشکور دادرس په دې اړه سلام وطندار ته وویل: «د پاکستان صدراعظم پرون یو څه وویل او نن یې درک کړل، که د هرې ملاحظې لپاره یې دا خبرې کړې وي، خو موږ یې ښې او د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه بولو او دا ښه تګلاره ده.»
په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې دغه هېواد کابل کې د افغانستان د سیمهییزو همکاریو د نوښت د غونډې په څنډه کې د روسیې، چین او ایران په ګډون، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه خپل ګډ اعتراض اسلامي امارت ته وړاندې کړی.
په همدې حال کې د چارو یوشمېر نور کارپوهان بیا د افغانستان پر وړاندې د پاکستان حکومت دوه ګوني چلند او سیاست په اړه اندېښنه ښيي.
د سیاسي او امنیتي چارو کارپوه صادق شینواري وویل: «فکر کوم چې د افغانستان خلک او اسلامي امارت په دې پوهېږی چې د کاکړ دا څرګندونې رښتینې نهدي او ښايي تر شاه یې کومه سناریو نغښته وي.»
باید وویل شي چې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد افغانستان کې اسلامي امارت ته د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په باب د چین، روسیې، ایران او پاکستان د ګډ اعتراض د سپارلو په اړه د سلام وطندار پوښتنې ته ځواب ورنکړ.