یوشمېر پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې د پاکستان د مالیې وزارت د اقتصادي همغږۍ کمېټې په یوې ناسته کې دې ته اجازه ورکړې چې یوشمېر صادراتي توکي په کلدارو پیسو افغانستان ته ولېږدول شي.
د ورکړل شویو رپوټونو له مخې، د پاکستان د مالیې وزارت د اقتصادي همغږۍ کمېټې د جمعې پر ورځ اجازه ورکړې چې یوشمېر صادراتي توکي له هغې ډلې بوره، وریجې، کبان او غوښه له دغه هېواده په کلدارو افغانستان ته راولېږل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا، د پاکستان د مالیې وزارت د وارداتو د څارنې کمېسیون له افغانستان څخه د جلغوزیو له وراداتو ۴۵سلنه ګمرکي تعرفه لرې کړې ده.
د پاکستان د مالیې وزارت افغانستان ته په کلدارو د توکو د لېږد اجازه داسې مهال ورکوي چې د ورکړل شویو رپوټونو پربنسټ، د افغانستان یوشمېر مهم صادراتي توکي له هغې ډلې لاسي صنایعې په ټيټه بیه دغه هېواد ته وړل کېږي او پاکستان بیا هغه په خپل نوم نړیوالو بازارونو ته صادروي.
افغانستان ته په کلدارو پیسو د پاکستاني توکو واردول به د دې لامل شي چې د هېواد په بازارونو کې یوځل بیا د پاکستاني کلدارې راکړه ورکړه ډېره شي او ورسره به پر افغانیو اغېز وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت څو ځله اعلان کړی، په اقتصادي راکړو ورکړو کې د بهرنیو پیسو کارول بند دي.