د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، پاکستاني چارواکي دې له داسې څرګندونو ډډه وکړي چې له امله یې د افغانستان حیثیت ته پهکې زیان رسېږي.
شېرمحمد عباس ستانکزي نن سهشنبه د تلې پنځمه کابل کې د ګرځندوی نړیوالې ورځې نمانځغوڼده کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ته په خطاب کې وویل، دومره مه مغروره کېږئ چې خپله ژبه هم درنه هېره شي.
نوموړي وویل: « شهباز شریف او بوټو صاحب ته دا خبره کوم، کله چې تاسو غږېږئ او شاوخوا مو ټوله لوېدیځه نړۍ ولاړه وي، دومره مه مغروره کېږئ چې خپله ژبه هم درنه هېره شي. څه چې په خوله درځي وایئ یې او د هغوی د خوشحالولو لپاره دا کار کوئ.»
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همداراز وویل چې پاکستان دې د یو څو روپیو ګټلو لپاره د افغانستان د بدنامولو لپاره خبرې نه کوي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو ۷۷مه کلنۍ غونډه کې د وینا پرمهال افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې وه او هغه یې د خپل هېواد د امنیت لپاره ګواښ ګڼلی و.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو د بهرنیو چارو وزارت بیا پرته له دې چې د کوم هېواد یا چا نوم واخلي، په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، ځینې مغرضې کړۍ غواړي په قصدي توګه افغانستان یو ترهګر هېواد معرفي کړي.