د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن کابل کې د «ګرځندوی نړیوالې ورځې» په نمانځغونډه کې وویل چې پاکستان له امریکا څخه د افغانستان پر فضا د هرې ګرځېدونکې بې‌پېلوټه الوتکې په بدل کې میلیونونه ډالر اخلي.

عباس ستانکزي نن (سه‌شنبه، تلې پنځمه) دې نمانځغونډه کې همداراز وویل، پاکستان د خپل هوايي حریم له لارې امریکايي بې‌پېلوټه الوتکو ته اجازه ورکوي، څو د افغانستان پر فضا څار وکړي او په وینا یې، پاکستان له دې درکه امریکا څخه میلیونونه ډالر ترلاسه کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی زیاته کړه داسې ویډیوګانې په لاس کې لري چې د امریکا بې‌پېلوټه الوتکې له کوم ځایه او له کومې لارې د افغانستان فضا ته ننوځي.

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد ادعا کړې وه چې د افغانستان پر فضا ګرځېدونکې بې‌پېلوټه امریکايي الوتکې له پاکستان څخه پورته کېږي.

مجاهد هغه مهال له پاکستان څخه غوښتنه کړې وه چې خپل هوايي حریم دې د افغانستان پر ضد د امریکا په واک کې نه ورکوي. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د نوموړې دغه څرکندونې بې‌بنسټه بللې وې او له اسلامي امارت یې غوښتنه کړې وه، که اسناد لري، وړاندې دې کړي.

عباس ستانکزي د پاکستان روان ناوړه اقتصادي وضعیت ته په کتو د دغه هېواد چارواکو ته په اشارې سره وویل چې د اقتصادي ناورین سره د مبارزې لپاره دې نورې لارې ولټوي او امریکا ته د خپل هوايي حریم د واک ورکولو له لارې دې پیسې نه پیدا کوي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د امریکا ولسمشر ویلي و چې له دې وروسته به له لرې لارې افغانستان کې له ترهګریزو ګواښونو سره مبارزه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام