پاکستاني رسنیو پرون رپوټ ورکړ چې د پاکستان د استخباراتي سازمان یا د ای‌اېس‌ای مشر فیض حمید د طالبانو په غوښتنه کابل ته تللی او ټاکل شوې طالب چارواکو سره وګوري.

سیاسي کارپوهان کابل ته د فیض حمید د راتلو لامل د طالب مشرانو ترمنځ د اختلافاتو زیاتېدل بولي او وايي، د دغو ننګونو ژوروالی لامل شوی چې پاکستان یې د حل لپاره ګام پورته کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌باڼه وڅارئ

سیاسي کارپوه سید باقر محسني په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «د دولت اعلانولو کې د ځنډ لامل د دغې ډلې دننه کې د جدي او ژورو اختلافونو شتون دی. د هغوی ترمنځ د معاملې بحثونه مطرح شوي او دې وروستیو کې د پاکستان د ۱۳ لوړپوړو نظامي چارواکو سفر هم د دغې ادعا ښکاره ثبوت دی.»

د کارپوهانو په وینا، په داسې حال کې چې طالبان په دې نه دي بریالي شوي چې خپل‌منځي اختلافات له منځه یوسي، نو اړتیا لیدل کېږي چې دغه اختلافات یې د درېیم کړي په منځ‌ګړیتوب حل شي.

د سیاسي چارو یو بل کارپوه اکرن عارفي:

د سیاسي چارو کارپوه اکرم عارف په دې باور دی چې پاکستان د طالبانو ترمنځ د شته اختلافاتو په له منځه وړلو کې اغېزمن ثابتېدای شي او له دغه هېواد پرته بل هېڅ هېواد هم اغېزمن نه شي ثابتېدای.



خو طالبان وایي چې کابل ته د ای اېس ای د مشر سفر د داوړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د دوام پر موخه شوی او داوړه لوري په بېلابېلو برخو کې د ښو اړیکو پر جوړولو خبرې کوي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون غړی انعام‌الله سمنګاني وایي، دواړو لوریو په کابل هوايي ډګر کې د ملکي الوتنو د بیا پیل او د داړو هېوادونو ترمنځ پر پوله د شته ستونزو پر هواری، خبرې او بحثونه کړي دي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «تېرو څو ورځو راهیسې هغوی غوښتنه کړې وه، چې کابل ته راشي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کولو لپاره خبرې وکړي، د هغوی غوښتنه تېره ورځ د اسلامي امارت له خوا ومنل شوه او کابل ته راغلل.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نږدې درې اوونۍ کېږي چې طالبانو پر افغانستان ولکه خپله  کړې، که څه هم په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال عباس ستانکزي تېره اوونۍ ویلي و چې تر راتلونکو دوو ورځو به نوی حکومت اعلان کړي، خو تراوسه دغه کار نه دی شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام