د جوزجان ولایت په اقچه ولسوالي کې د اسلامي امارت مسوولان وایي چې په دغه ولسوالي کې د واده پر مراسمو د لاسي بم چاودنې له امله، ناوې خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه مېرمنې پکې ټپیانې شوې دي.

د اقچې ولسوال مولوي نعمت‌الله سلام‌‌وطندار ته وایي چې دغه پېښه بېګاه ماښام د دغې ولسوالي د «قصر عروس» په هوټل کې شوې ده. د نوموړي په وینا، دغه پېښه هلته رامنځ ته شوه چې کله ناوې د واده تالار ته دننه کېده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اقچې ولسوال زیاتوي، د لومړنیو څېړنیو او راټول شوي معلومات ښايي چې یاده پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

په همدې حال کې د اقچې ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکي چې د پېښې پرمهال سیمه کې وو، وایي چې د لاسي بم له چاودنې وروسته یو‌‌شمېر ماشومان او مېرمنې د تېښتې پرمهال تر پښو لاندې شوي او ټپیان دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام