پاکستان ته د متقي وړاندیز: دوه اړخیز اختلافات دې له ډيپلوماټیکو لارو حل شي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له پاکستان غوښتنه کړې چې له افغانستان سره دې اختلافات د ډيپلوماټیکو خبرو له لارې حل کړي.

امیرخان متقي دغه څرګندونې د مسکوفارمټ ناستې څنډه کې د پاکستان او چین استازیو سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

د ای‌اېس‌ای مشر د طالب مشرانو ترمنځ د اختلافاتو حل لپاره کابل ته راغلی

پاکستاني رسنیو پرون رپوټ ورکړ چې د ای‌اېس‌ای مشر فیض حمید د طالبانو په غوښتنه کابل ته تللی او ټاکل شوې طالب چارواکو سره وګوري. سیاسي کارپوهان کابل ته د فیض حمید د راتلو لامل د طالب مشرانو ترمنځ د اختلافاتو زیاتېدل بولي او وايي، د دغو ننګونو ژوروالی لامل شوی چې پاکستان یې د حل لپاره ګام پورته کړي.

د واک پر سر د طالبانو خپلمنځي اختلافات

د ملي امنیت عمومي رییس احمدضیا سراج پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د طالب ډلې په مشرتابه کې ژور اختلافات پیدا شوي دي.
د نوموړي په وینا، د سراج‌الدین حقاني په مشري د پېښور شورا هڅه کوي چې د طالبانو په مشرتابه کې د کوټې شورا ونډه کمرنګه کړي.
.