اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د یونسکو د نړۍ فرهنګي میراثونو په نوملړ کې درې فرهنګي اثار د افغانستان په نوم ثبت شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، تمه ده دغه اثار په ۲۰۲۲کال کې د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان کې ثبت شي.

د سلام‌وطندار پښتو  فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له دغو اثارو څخه یې یو هم د میناتورۍ هنر دی چې په خپلواګه توګه به د افغانستان په نوم ثبت شي.

د یلدا شپه دویم هغه اثر دی چې د افغانستان او ایران په نوم به ثبت او درېیم د ورېښمو د تولید صنعت دي چې په ګډه توګه به د افغانستان، ایران، ترکیه، ترکمنستان، ازبیکستان او اذربایجان په نومونو ثبت کړای شي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اثار د یاد وزارت په غوښتنه وړاندې شوي او د یونسکو له لوري د هغو منل یې د فرهنګي میراثونو د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه ګڼلې ده.



د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په داسې حال کې د دغو فرهنګي میراثونو د ثبت خبر ورکوي چې له دې وړاندې د فرهنګي میراثونو د ثبت له امله د ایران او افغانستان ترمنځ اختلافات رامنځ ته شوي وو.

یو له دغو مواردو څخه څو میاشتو وړاندې د یونسکو له لوري د ایران، ترکیې، اذربایجان او ازبکستان په نوم د مینیاتوري هنر ثبت و چې وروسته افغانستان بیا په دې اړه یونسکو ته رسمي شکایت وکړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام