اطلاعاتو او فرهنگ وزارت کې مسوولان وايي، ياد وزارت د تاريخي اثارو له ۷۰ نه تر ۸۰ سلنه سیمو ته لاس‌رسی نه‌لري. د ياد وزارت د لرغون‌پېژندنې برخې رييس نوراغا نوري نن په يوه خبري ناسته کې وويل، د تاريخي اثارو ډېری سيمې د حکومت له لاس‌رسي وتلې دي.

نوري وايي، د ياد وزارت په لرغون‌پېژندنې رياست کې ټول هېواد کې شاوخوا ۴ زره لرغونې سيمې چې په بېلابېلو ولايتونو او په تېرو دورو پورې اړوندې دي يعنې تر ټولو پخوانی اثر شاوخوا د ۱۲۰زرو  پخوا کلونو لرغونتيا لري، ثبت شوي دي.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر چې د غور ولایت د «جام منار» په اړه چې د اسلامي نړۍ په کلتوري میراثونو کې ثبت شوی وايي، د هېواد يو شمېر فرهنګي ميراثونه د ورانېدو په حال کې دي.

د زهیر په وينا، د «جام منار» په اړه چې د اسلامي نړۍ په کلتوري میراثونو کې ثبت شو د افغانستان حکومت او افغانانو ته يوه لويه لاسته راوړنه ده.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر وايي چې د جنګ ځپلو سیمو د کلتوري میراثونو د ساتنې نړیوالې اتحادیې په دې وروستیو کې د افغانستان دولت سره د جګړې په اوږدو کې د زیانمنو شويو اثارو د ساتنې او رغولو لپاره ۶ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.

د طاهر زهیر په وينا، دغه پیسې به د کابل د بالا‌حصار د ساتنې او په دې ځای کې د لرغون پېژندلو پارک جوړولو، د هرات ولایت د سلطان حسین بقره مدرسې د بیارغونې، د هلمند ولایت د بست کلا او دروازې ساتلو او د کابل په مرادخانې سیمه کې د څو ودانیو بیارغولو لپاره وکارول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام