۲۰۲۰ په افغانستان او نړۍ کې؛ کورونا او د هدفي ترورونو ډېروالی

د ۲۰۱۹ کال په پای کې د معمول په څېر یوشمېر خبري او تفریحي وېب‌سایټونو د هغو پېښو وړاندوینه کړې وه چې ښايي په ۲۰۲۰کې وشي. نږدې دغه ټول وېب‌سایټونه مې وکتل، هر هغه څه چې په دغه کال یې وړاندوینه شوې وه، له کورونا پرته ټول سم وو.

کورونا په ۲۰۲۰ کال کې ټوله نړۍ وځپله. کلونه وروسته نور نسلونه چې د تاریخ په اړه خبرې کوي، له شک پرته به ۲۰۲۰ د کورونا په نوم یادوي. په دغه کال کې ټول سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز پروګرامونه د کورونا تر سیوري لاندې راغلل.

حکومت د تاريخي اثارو ۸۰ سلنه سیمو ته لاس‌رسی نه‌لري

اطلاعاتو او فرهنگ وزارت کې مسوولان وايي، ياد وزارت د تاريخي اثارو له ۷۰ نه تر ۸۰ سلنه سیمو ته لاس‌رسی نه‌لري. د ياد وزارت د لرغون‌پېژندنې برخې رييس نوراغا نوري نن په يوه خبري ناسته کې وويل، د تاريخي اثارو ډېری سيمې د حکومت له لاس‌رسي وتلې دي.

نوري وايي، د ياد وزارت په لرغون‌پېژندنې رياست کې ټول هېواد کې شاوخوا ۴ زره لرغونې سيمې چې په بېلابېلو ولايتونو او په تېرو دورو پورې اړوندې دي يعنې تر ټولو پخوانی اثر شاوخوا د ۱۲۰زرو  پخوا کلونو لرغونتيا لري، ثبت شوي دي.

کندوز کې د اړمنو کورنيو شکايت؛ د ملي دسترخوان پروګرام د مرستو وېش عادلانه نه دی

د کندز ګڼ شمېر اوسېدونکي چې له سخت اقتصادي حالت سره مخ دي سلام‌وطندار ته وايي، د ملي دسترخوان پروګرام له پیله تر اوسه پورې اړمنو کورنیو ته مرستې نه دي رسېدلي. دغه پروګرام څو میاشتې وړاندې د حکومت له لوري د بې‌وزلو په ځانګړې ډول د کورونا ویروس خپرېدو پرمهال له زیانمنو شويو کورنیو سره د مرستې په موخه پیل شو.

ننګرهار کې چاودنې يو کس وواژه او ۲ يې ټپيان کړل

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر تاييدوي چې جلال‌اباد ښار کې د سړک غاړې ماين چاودنې يو کس وواژه او دوه نور يې ټپيان کړل.

د ياد ولايت د رسنيو د دفتر د معلوماتو له مخې دغه چاودنه د ښار اولې ناحيې «باغ‌زنانه» سيمې ته نږې هغه مهال شوې ده چې د امنيتي ځواکونو د عامه ساتنې رنجر موټر د سړک غاړې پر ماين برابر شو.