Asset 1SWN

ننګرهار کې چاودنې يو کس وواژه او ۲ يې ټپيان کړل

Jalalabad-city-600x300-1-p0nvvntkrr24vxlgp2yblrf8qpo5iqb1ji8ebqsuxg

 

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر تاييدوي چې جلال‌اباد ښار کې د سړک غاړې ماين چاودنې يو کس وواژه او دوه نور يې ټپيان کړل.

د ياد ولايت د رسنيو د دفتر د معلوماتو له مخې دغه چاودنه د ښار اولې ناحيې «باغ‌زنانه» سيمې ته نږې هغه مهال شوې ده چې د امنيتي ځواکونو د عامه ساتنې رنجر موټر د سړک غاړې پر ماين برابر شو.

د معلوماتو پر بنسټ وژل شوی ملکي کس دی او ټپيان امنيتي ځواکونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل کې هم ماين چاودنې يو کس وژلی او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

د کابل د امنيې قومندانۍ وياند فردوس فرامرز وايي، نن سهار شاوخوا ۸ بجې د اوومې ناحيې اړوند د چهلستون ۹ برجه سيمه کې پر يو کرولا ډوله موټر چاودنه شوې ده.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه يو کس وژل شوی او دوه ملکيان ټپيان شوي چې روغتون ته لېږدل شوي دي.

تر اوسه پورې کومې ډلې د يادو بريدونو مسووليت چا  پر غاړه نه دی اخيستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام