ننګرهار کې چاودنې يو کس وواژه او ۲ يې ټپيان کړل

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر تاييدوي چې جلال‌اباد ښار کې د سړک غاړې ماين چاودنې يو کس وواژه او دوه نور يې ټپيان کړل.

د ياد ولايت د رسنيو د دفتر د معلوماتو له مخې دغه چاودنه د ښار اولې ناحيې «باغ‌زنانه» سيمې ته نږې هغه مهال شوې ده چې د امنيتي ځواکونو د عامه ساتنې رنجر موټر د سړک غاړې پر ماين برابر شو.

وردکو ولايت کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۰ ملکيان وژلي

د وردکو د ولایتي شورا غړی شریف‌الله هوتک وايي، د سې‌شنبې په ورځ جلرېز ولسوالۍ نه د ملکي وګړيو دوه موټر چې یو فلنکوچ ډوله او بل سراچه ډوله موټر وو، د مرکز میدان‌ښار اړوند «بسراق» سیمې نه تېرېدل د سړک غاړې په خښ شوي ماین ور برابر شوي دي.