Asset 1SWN

وردکو ولايت کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۰ ملکيان وژلي

1235-ox6mft2kk61chbaifabvc5per05cshc6vtwfw3pz84

 

د وردکو د ولایتي شورا غړی شریف‌الله هوتک وايي، د سې‌شنبې په ورځ جلرېز ولسوالۍ نه د ملکي وګړيو دوه موټر چې یو فلنکوچ ډوله او بل سراچه ډوله موټر وو، د مرکز میدان‌ښار اړوند «بسراق» سیمې نه تېرېدل د سړک غاړې په خښ شوي ماین ور برابر شوي دي.

هوتک وايي، دغه چاودنه کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

خو د ‌وردکو ولایت د والي ویاند محب الله شریف‌زی وايي، دغه چاودنه کې ۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.

ویل کېږي، چاودېدونکي توکي د میدان‌ښار- جلرېز لاره کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د یوه پلچک لاندې ځای پرځای شوي وو او د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

د چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

 

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام