بامياني سړي د خپلې مېرمنې سر پرې کړ او ويې ليکل: « حق يې و! د خپلو کړنو جزا ورکړل شوه»

د باميانو ولايت د امنيې قومندانۍ مسوولان وايي چې  یکه‌ولنگ ولسوالۍ کې يوه کس د خپلې ۳۵ کلنې مېرمنې سر پرې کړی دی.

د ياد ولايت جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير محمدموسی امامي سلام‌وطندار ته وايي، قاتل تښتېدلی دی او په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

ماشومانو لپاره د زړه جراحۍ لومړنی مرکز ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني نن په کابل کې ماشومانو لپاره د زړه د جراحۍ لومړنی مرکز پرانيست. عثماني د دغه مرکز جوړول یو ښه ګام وګاڼه او ويې ويل، دغه مرکز به د ماشومانو د زړه عملیاتو په برخه کې غوره خدمتونه وړاندې کړي.

د کورنۍ جګړې خبرداری؛ محب: حکومت هم سولې هم جګړې ته چمتووالی نيسي

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب اندېښنه ښيي چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، افغانستان د کورنیو جګړو ګواښ سره مخ کېدلای شي.

حمدالله محب یوه تازه مرکه کې ویلي، افغان دولت هم سولې او هم جګړې ته چمتووالی نیسي او په ټول توان هڅه کوي چې د کورنیو جګړو مخنیوی وکړي.

وردکو ولايت کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۰ ملکيان وژلي

د وردکو د ولایتي شورا غړی شریف‌الله هوتک وايي، د سې‌شنبې په ورځ جلرېز ولسوالۍ نه د ملکي وګړيو دوه موټر چې یو فلنکوچ ډوله او بل سراچه ډوله موټر وو، د مرکز میدان‌ښار اړوند «بسراق» سیمې نه تېرېدل د سړک غاړې په خښ شوي ماین ور برابر شوي دي.

ناټو تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغان ځواکونو سره مالي ملاتړ ته دوام ورکوي

د شمالي اتلانتیک تړون يا ناټو یوه اعلامیه کې ویلي، ياد سازمان او غړيو هېوادونو يې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ۲۰۲۱ م کال د ملاتړ لپاره پر خپلو مالي ونډو خبرې کړي او ټولو تایید کړې چې تر ۲۰۲۴ م کال پورې به د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.