Asset 1SWN

ناټو تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغان ځواکونو سره مالي ملاتړ ته دوام ورکوي

201019a-006_rdax_775x440-ox6o913esbbm38jvkh9xcp6unio8we9oinjcpb0jh0

 

د شمالي اتلانتیک تړون يا ناټو یوه اعلامیه کې ویلي، ياد سازمان او غړيو هېوادونو يې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ۲۰۲۱ م کال د ملاتړ لپاره پر خپلو مالي ونډو خبرې کړي او ټولو تایید کړې چې تر ۲۰۲۴ م کال پورې به د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.

ناټو دغه څرګندونې پرون دوشنبه د تلې په ۲۸مه نېټه کړې دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، له افغان امنیتي ځواکونو سره نړیوال مالي ملاتړ د افغانستان له امنیت سره د دوی د ژمنې یوه کلیدي ستنه ده.

د هغه په وینا، د ۲۰۲۰ کال د اکټوبر له پنځمې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له صندوق سره تر ۳ میلیارده او ۲۰۰ ميلیونه ډالره ډېره مرسته اعلان شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام