Asset 1SWN

د روزګان د دهراوود ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاس ته ولوېد

orozgan-oycf99xk7tfjbdb1f2eewo7i020o7k93plqmk46hec

 

د روزګان ولايت محلي مسوولان وايي، د دهراوود ولسوالۍ له مرکز نه امنيتي ځواکونو «تکتيکي شاتګ» کړی دی.

د روزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل ویلي چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو پر بازار او امنیې قومندانۍ او ولسوالۍ او نورو نظامي مرکزونو ډله‌ییز بریدونه کړي او امنيتي ځواکونو د ملکي کسانو د مرګ‌ژوبلې مخنيوي لپاره «تکتيکي شاتګ» کړی دی.

ساحل ويلي چې طالبانو يوازې د ولسوالۍ بازار کنټرول کې نيولی او تر اوسه پورې ولسوالۍ، د ولسوالۍ امنيې قومندانۍ او د ولسوالۍ ملي امنيت مديريت ته نه‌دي دننه شوي.

نوموړي ويلي، کمانډو ځواکونه د عملياتو په حال کې دي چې د دهراوود ولسوالۍ له بازاره طالبان وشړي.

د معلوماتو له مخې د تېرې شپې په بريد کې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده؛ خو د کره شمېرو په اړه معلومات نشته.

په دغو نښتو کې درې امنيتي ځواکونه هم ټپيان شوي دي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام