د کندهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول جمالناصر بارکزی سلاموطندا ته وايي، تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د ارغنداب ولسوالۍ یو شمېر سیمو کې پر وسلهوالو طالبانو هوايي بریدونه کړي چې په پايله کې يې ۳۵ طالبان وژل شوي او يو شمېر يې ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته کړه، په دې بريدونو کې د وسلهوالو طالبانو یو لړ وسلې له منځه وړل شوي او ځينې سیمې هم ترې پاکې شوې دي.
او د يوه بل خبر له مخې د روزګان د والي ویاند احمدشاه ساحل وايي، په دې ولایت کې افغان امنيتي ځواکونو دهراوود ولسوالۍ کې پر طالبانو ځمکني او هوايي بريدونه کړي چې پايله کې يې تراوسه ۳۷ طالبان وژل شوي او ځینې سیمې هم له طالبانو نيول شوې دي.
د روزګان دهراوود ولسوالۍ کې تېرې یوې میاشتې راهیسې جګړه روانه ده چې تراوسه له یادې ولسوالۍ څخه په سلګونو کورنۍ هم بېځایه شوې دي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.