په کندهار کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې یوه نفوذي پولیس تېره شپه د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالي په «سرکاري باغ» سیمه کې پر خپلو ملګرو ډزې کړي او ۹ سرتېري يې وژلي دي.

د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې یو نوکریوال ډاکټر هم د نوم نه یادولو په شرط وايي چې تېره شپه ناوخته دغه روغتون ته نهه سرتېري چې سخت ټپيان وو، ور وړل شوي او په وینا یې، وروسته یې بیا ساه ورکړې ده.

د کندهار د امنیې قومانداني د امنیت امر فرید مشعل بیا د پېښي په اړه یوازې دومره وايي چې یو پلاوی یې سیمې ته لېږلی او جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

وسله‌والو طالبانو د دې پېښې مسوولیت منلی او رسنیو ته یې په یوه لېږل شوي پيغام کې لیکلي چې یوه ملګري یې تر ۱۰ ډېر پولیس وژلي او بریدګر له وسلو سره خوندي ځای ته رسېدلی، خو مسوولان دا خبره نه مني.

په همدې حال کې د کندهار د امنیې قومانداني د رسنیو برخې مسوول جمال‌ناصر بارکزي سلام‌وطندار ته وویل، پولیسو د لسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې هغه ۲ غلچکي بریدګر وژلي چې تېره اوونۍ یې یو پېلوټ وژلی و.

د نوموړي په وینا، یادو کسانو څو نور کسان هم له دولت سره د همکاري په نوم د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ترور کړي وو. هغه زیاتوي، یادو کسانو غوښتل چې یو کس په نښه کړي، خو له پېښې وړاندې د پولیسو له لوري وژل شوي دي.

بارکزی وايي، پولیسو له یادو کسانو نه ۳ توپانچې او یو موټر هم د پولیسو لاس ته ورغلی دی.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترورونه ډېر شوي دي.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام