Asset 1SWN

کندهار کې یو کس د مېرمنې د سر غوڅولو پر مهال نیول شوی

Kandahar-Man-248x165

د کندهار امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یې هغه کس نیولی چې له خپلې مېرمنې یې سر پرې کاوه.

د کندهار د امنیه قومانداني ویاند جمال‌ناصر بارکزي نن سلام‌وطندار ته ویلي، پولیسو د دغه ولایت د پنځلسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې هغه کس نیولی چې غوښتل یې له خپلې مېرمنې سر غوڅ کړي.

د نوموړي په وینا، یاد کس د خپلې مېرمنې پر غاړه چاړه ور ايښې او لږ یې پرې کړې هم ده، خو پولیس پر وخت د پېښې سیمې ته ور رسېدلي او هغه کس یې نیولی دی.

هغه زیاتوي، یاده ښځه چې ټپي وه، د پولیسو له لوري روغتون ته وړل شوې ده.

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کومه نوې خبره نه ده، بلکې تل د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې کېږي او د چارواکو په وینا، په دې وروستیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه هم لوړه شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام