Asset 1SWN

د کندهار په سپین‌بولدک کې ۱۱۰ کسان د کلدارې راکړې‌ورکړې په تور نیول شوي

کداری

د کندهار ولایت د سپین‌بولدک ښاروالي کې د ښاري حکومتولۍ مدیر او ویاند عبدالله میوند سلام‌وطندار ته ویلي چې څه باندې ۱۰۰ هټۍ‌وال او پېرودونکي یې په بهرنیو اسعارو د راکړې‌ورکړې په تور نیولي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، تېره اوونۍ یې هم شاوخوا سل کسان د بهرنیو اسعارو د راکړې‌ورکړې له امله نیولي وو.

هغه زیاتوې چې له بار بار خبرداري وروسته هم یوشمېر کسانو په بهرنیو اسعارو راکړه‌ورکړه کوله او دغه کار یې د حکومت له امرونو سرغړونه ده.

د میوند په خبره، نیول شوي کسان به عدلي او قضایې ادارو ته ور وپېژني.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کندهار، زابل، هلمند او روزګان د هغو ولایتونو له ډلې دي چې تر ډېره په‌کې راکړه‌ورکړه په کلدارو کېده، خو اوس د اسلامي امارت له لوري پرې بندیز لګېدلی او له کبله یې د افغانۍ چلښت زیات شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام