Asset 1SWN

سلام وطندار

د افغانستان بانک سبا شپاړلس میلیونه ډالر لیلاموي

dollars-banknotes-bundles-q5zec5p2xyim8f8tjem88jc470rkto5lnzouwzburs (1)

د افغانستان بانک وايي چې سبا به د «افغانۍ» د ارزښت ساتلو او ثبات لپاره شپاړلس میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې بازار ته وړاندې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه بانک له نورو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په یاده داوطلبي کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک ټینګار کړی چې د یادې داوطلبۍ ګټونکي باید د هماغې ورځې تر پایه پورې خپل حسابونه پاک کړي.

دغه بانک لیکلي: «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملو قسمي تسویه نه منل کېږي. د داوطلبۍ ګټونکي باید په ټاکلې موده کې د خپلې ذمې پیسې په یو ځل او نغدې د افغانستان بانک ته وسپاري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې د افغانستان بانک تر دې مخکې هم د افغانۍ د ارزښت او ثبات ساتلو په موخه میلیونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام