Asset 1SWN

ا.ا د خصوصي سکټور یو میلیارډ او اته میلیونه ډالره پوروړی دی

IMG-20240101-WA0011-qhp661mklh724e9kzzthhf0vsirzgr9ync4rz3jfd4

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې ا.ا د خصوصي سکټور یو میلیارډ او اته میلیونه ډالره پوروړی دی. د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال یونس مومند د خصوصي سکټور د پورونو، تضمینونو او ضمانتونو د بېرته ورکړې پروسې د پیل هرکلی کوي او هیله‌مندي ښيي چې یادې پیسې به له ارزونې او څېړنې وروسته خپلو کسانو ته ورکړل شي.

نوموړی زیاتوي: «شاوخوا یو میلیارډ او اته میلیونه ډالره به وي. د دغو پیسو به تفکیک کېږي او موږ غواړو، څو مستحقو کسانو ته ورکړل شي. مالیې وزارت باید ځینې پروژې تثبیت کړي چې ایا کار شوی که نه.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولان وايي چې د حکومت له‌خوا د خصوصي سکټور د پورونو ورکړه به په هېواد کې د اقتصادي ودې لامل شي.

د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان‌محمد فروتن وايي: «شرکتونه د تېر دولت قراردادیان وو؛ د تامیناتو او ضمانت پیسې یې پر حکومت پاتې دي. دا یوه ښه پرېکړه ده چې دا پیسې ورکول کېږي. دا د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګټور کار دی.»

یو افغان سوداګر عبدالستار بیا وايي چې له دوو کلونو راهیسې يې سرپرست حکومت پورونه نه‌دي ورکړي. هغه له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې له دې وروسته ترې د ضمانت پیسې وا نه‌خلي.

هغه زیاتوي: «سرپرست حکومت پرېکړه کړې چې د سوداګرو پیسې ورکړي. موږ غواړو چې په بانک کې زموږ د ضمانت او تامیناتو پیسې حساب شي؛ د ضمانت او تامیناتو نورې پیسې راڅخه ونه غواړي.»

په همدې حال کې د مالیې وزارت چارواکي وايي چې تر اوسه د ۵۱ بودیجوي بنسټونو له ډلې ۲۶ بنسټونه پېژندل شوي چې پورونه به يې ورکړل شي. د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل وايي، د روان کال تر پایه به د دغو ۲۶ بنسټونو ۱۰ سلنه پورونه ورکړل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د يادونې ده چې د خصوصي سکټور د اتحاديې مسوولانو تر دې وړاندې په يوه غونډه کې ويلي وو چې د خصوصي شرکتونو د پورونو د نه ورکړې له امله ۲۵ سلنه خصوصي شرکتونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام