د افغانستان د ودانیزو، سرک جوړونې، پانګونې او لوژیستیکي شرکتونو د ټولنې شورا د پانګوالو پروړاندې د اسلامي امارت له تګ‌لارې شکایت کوي.

 د یادې شورا  غړي وايي چې د اسلامي امارت د مالیې وزارت د خصوصي سکټور اړوند ټول بانکي حسابونه تړلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د ودانیزو، سرک جوړونې، پانګونې او لوژیستیکي شرکتونو د ټولنې شورا په وینا، د مالیې وزارت د دوی ۶۰ میلیارده افغانۍ تړلي او د خصوصي شرکتونو مسوولان یې ممنوع‌الخروج اعلان کړي دي.

په ورته مهال د یادې شورا  اقتصادي غړی عبدالله فیضي کابل کې یوې اعتراضیه غونډې ته په وینا کې وویل چې د دغو شرکتونو د پیسو کنګلېدل به خصوصي سکټور د دیوالي کېدو له ګواښ سره مخ کړي.

نوموړی زیاتوي چې پانګوال په یوه نامعلوم وضعیت کې دي او پیسې بانکونو کې کنګل شوي چې د برخلیک په اړه یې څوک نه پوهېږي.

د افغانستان د ودانیزو، سرک جوړونې، پانګونې او لوژیستیکي شرکتونو د ټولنې شورا په یوه پرېکړه‌لیک کې له اسلامي امارت غوښتنه وکړه چې هر څه ژر دې د دوی کنګل شوې پیسې ازادې کړي.

بل‌خوا د یادې شورا یو بل غړی جواد حیدري خبرداری ورکوي، که د دوی غوښتنو ته پام ونه‌شي، د خپلو شرکتونو جوازونه به لغوه کړي او  د پانګونې لپاره به له هېواده بهر ووځي.

نوموړي وویل: «د اسلامي امارت له مسوولانو غواړم چې د دې پیسو د ورکړې یا نه ورکولو په اړه روښانه او واضیح ځواب راکړي، ګنې خصوصي سکټور به له حکومت سره پرېکون وکړياو خپل جوازونه به لغوه کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

وموغښتل چې د د افغانستان د ودانیزو، سرک جوړونې، پانګونې او لوژیستیکي شرکتونو د ټولنې شورا د یاد اعتراض په اړه د مالیې وزارت د مسوولانو نظر هم راواخلو، خو له هڅو سره سره  بریالي نه‌شو.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام