د هلمند دیشو ولسوالي ته غځېدلې لاره له هغو سختو او خطرناکو لارو څخه ګڼل کېږي چې هرکال ګڼ شمېر مسافر له ستونزو سره مخ کوي.
دا لاره چې د پراخو دښتو او رېګونو تېرېږي، روښانه مسیر نهلري او په ډېرو برخو کې د موټرو بېلابېل کښونه /تګلوري لیدل کېږي چې د نابلدو مسافرو لپاره د سمې لارې پېژندل ستونزمنوي.
د سیمې اوسېدونکي وایي، پر دغه ګډوډ مسیر او ریګلارو د سړک نشتوالی نه یوازې د تګراتګ بهیر ستونزمن کړی، بلکې د بېړنیو روغتیايي پېښو پرمهال یې د خلکو ژوند هم له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
د دوی په باور، کله چې ناروغان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول کېږي، د خرابو لارو او اوږده واټن له امله د وخت ضایعکېدل د ناروغانو حالت نور هم کړکېچن کوي.
د سیمې خلک همدارنګه اندېښنه لري چې د معیاري سړک د نشتوالي له امله مسافر کله ناکله ساعتونه او آن ورځې په دښته کې سرګردانه پاتې کېږي.
د اوبو او خوراکي توکو کمښت، سخت اقلیمي شرایط او د امنیتي خطرونو احتمال هغه ستونزې دي چې د لارې ورکېدو پرمهال د یاد مسیر مسافر ورسره مخامخ کېږي.
د دېشو ولسوالي اوسېدونکي عبدالله وویل: «داډېره اوږده او خطرناکه لاره ده که پر یو لار ورکي مسافر بل موټر پیښ سي ښه خبره ده کنه ژوند دلاسه ورکوي.»
د یادې ولسوالي اوسېدونکی بورجان وايي: «دا لاره ډېره خرابه ده ، پر دې لاري تر یوې ابادۍ ځان رسول ډېرستونزمن کار وي که یو ناروغ له چا سره وي د لار یې روغتیایې وضعیت نور هم کړکیچن کوي.»
عبدالحکیم چې د یادې ولسوالي اوسېدونکی دی، وايي: «دا لاره ډېر خطرونه لري ، دا لار باندي کله کله شکونکي غله هم دریږي.»
بل لور ته د دیشو ولسوالي مسوولان هم د خلکو شکایتونه پر ځای بولي او وايي، د یاد مسیر پر اوږدو لارو د مسافرو د ورکېدو پېښې رامنځته شوې دي. د چارواکو په وینا، په ډېری مواردو کې امنیتي ځواکونه توانېدلي چې له خطر سره مخ کسان وژغوري.
د دوی په وینا، د ستونزې د لنډمهالي حل لپاره د ولایت مقام له لوري لار نښې ورته منظورې شوي چې ټاکل شوې د دیشو او مارجې ترمنځ پر مسیر ولګول شي، څو مسافر وکولای شي په اسانۍ خپل منزل ته ورسېږي.
دوی زیاتوي چې د دایمي حل لپاره د سړک جوړول اړین دي او د بودیجې له برابرېدو سره به د دې پروژې عمليکېدو ته زمینه برابره شي.
د دېشو مرستیال ولسوال جمعه ګل جانان وايي: «دا ډېره اوږده لاره ده پر دې لاري اکثره وخت خلک ورکېږې ، خو ولایت مقام دمسافرو دژغورني لپاره لارنښي منظور کړي ، دا لار نښي به د دېشو ولسوالۍ څخه تر مارجې ولسوالۍ پوري ، کېښودل شي.»
دېشو ولسوالي د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه څه باندې ۲۶۰ کیلومتره واټن لري. د دې ولسوالي جغرافیایي موقعیت او پراخې شګلنې دښتې د دې لامل شوي چې تګراتګ پهکې له ځانګړو ننګونو سره مخ وي.
د سیمې اوسېدونکي باور لري چې د یوه معیاري سړک جوړېدل به نه یوازې د مسافرو د ژوند خوندیتوب تضمین کړي، بلکې د اقتصادي، ټولنیزو او روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره به هم مهم ګام وي.