Asset 1SWN

سلام وطندار

روزګان کې دوه کسان د وژنې او ځان‌وژنې په تور نیول شوي

روزګان۱

د روزګان امنیتي چارواکي وایي، د چهارچینو ولسوالي او ترینکوټ ښار کې د کورني تاوتریخوالي دوه کسان نیول شوي دي.

په لومړۍ پېښه کې چې پرون شنبه له غرمې وروسته شوې، یو کس د خپلې مېرمنې د وژنې او د خپل ورور د ټپي کولو په تور نیول شوی دی.

په دویمه پېښه کې بیا یو کس خپلې کورنۍ سره تر لفظي شخړې وروسته د ځان‌وژنې د هڅې له امله نیول شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

د روزګان د امنیې قومنداني ویاند بلال روزګاني ویلي، د پولیسو د لومړنیو پلټنو له مخې، د لومړۍ پېښې نیول شوی کس پر نشه‌یي توکو اخته و چې په وینا یې، د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.

د امنیې قومنداني ویاند زیاته کړې چې یاد کس د یوې تېرې الې په وسیله د خپلې غاړې ځینې برخې ژوبلې کړې وې، خو پولیسو ژغورلی او د درملنې لپاره یې روغتون ته لېږدولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام