د روزګان اوسېدونکي شکایت کوي چې د یاد ولایت مرکزي روغتون د زیاتېدونکي نفوس په پرتله کوچنی دی او کافي امکانات نه لري.
د دوی په خبره، روغتون کې نه یوازې د بسترونو کموالی دی، د درملو او طبي وسایلو نشتوالي هم د ناروغانو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي.
دوی همداراز زیاتوي که څه هم ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي په شته امکاناتو روغتیايي هڅي کوي، خو اساسي ستونزې لاهم پر ځای دي.
د روزګان اوسېدونکي عبدالرشید وویل: «د مرکزي روغتون ظرفیت د خلکو اړتیاوو ته په کتو ډېر کم دی، ناروغان د بسترونو د نشتون له امله له ستونزو سره مخ دي.»
همداراز سمیعالله وایي: «ډاکټران خپله هڅه کوي، خو د وسایلو او امکاناتو کمښت له امله نه شي کولای چې بشپړ خدمات وړاندې کړي.»
یوشمېر ناروغان او د هغوی پایوازان هم ورته اندېښنې لري. دوی له حکومت او اړوندو ادارو غواړي چې د مرکزي روغتون د پراختیا بهیر چټک کړي او لازم امکانات برابر کړي، څو ناروغان پر وخت درملنه ترلاسه کړي
ناروغ لرونکی قاسم وايي: «موږ له لرې سیمو څخه راغلي یو، خو دلته نه کافي درمل شته او نه هم د بستر اسانتیا، ډېر وخت باید انتظار وباسو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حمیدالله هم وایي: «زموږ له دولت څخه دغخه غوښتنه ده چې دلته روغتیایې خدمات او ستونزې پر وخت حل کړي.»
بل لور ته، د عامې روغتیا ریاست مسوولان د روغتون د پراختیا ډاډ ورکوي. د روزګان د عامې روغتیا رییس محمدالله روحاني سلاموطندار ته وایي: «د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د روزګان مرکزي روغتون د پراختیا امر شوی او پلان شته چې دا روغتون له ۱۰۰ څخه ۲۰۰ بسترو ته لوړ شي.»
نوموړی زیاتوي چې د دې پروژې اداري چارې روانې دي او عملي کار به یې د پروسیجر له بشپړېدو وروسته پیل شي. «اوس مهال په دې ولایت کې هره میاشت شاوخوا ۱۵۰زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.»
که څه هم د روزګان د مرکزي روغتون د پراختیا لپاره هڅې روانې دي، خو اوسېدونکي یې ټینګار کوي چې دا بهیر باید ګړندی شي، څو د روغتیايي خدماتو شته ستونزې ژر تر ژره حل او خلکو ته معیاري اسانتیاوې برابرې شي.