د اسلامي امارت مسوولانو نن د اقتصادي کمېسیون په لومړنۍ غونډه کې د افغانستان ځان بسیاینې لپاره پر هڅو او د خصوصي سکتور په ملاتړ ټینګار وکړ. هغوی وایي، هڅه کوي د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کانونو د کېندنې په ګډون اوږدمهاله پروژې پیل کړي.

غونډې ته د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره په بشپړه توګه د خصوصي سکټور ملاتړ کوي څو سوداګر وکړای شي هېواد کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ښاغلی حنفي زیاتوي چې د تېر حکومت نیمه‌پاتې او د ریل پټلۍ، نوري فایبر او نورو لویو پروژو کار به د پلان له مخې پیل او بشپړ شي.

د رییس الوزرا لومړی مرستیال او د اقتصادي کمېسیون رییس ملا عبدالغني برادر وایي چې په تېرو شلو کلونو کې د نړیوالې ټولنې مرسته شوې پیسې د مشخصو کسانو جیبونو ته لوېدې چې له همدې امله افغانستان ځان بسیاینې ته و نه رسېد.

ښاغلی برادر زیاتوي چې اسلامي امارت د لویو پروژو په پیلولو سره د افغانستان د زیربناوو ودې او ځان بسیاینې ته لاره هواروي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو د افغانستان اقتصادي وضعیت بحراني بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه ۱۶ مخیز راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې اقتصادي ناورین د اندېښنې وړ دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ګوترېش بیړنی بشري حالت، ستر اقتصادي کسر او د بانکدارۍ او اقتصادي نظام سقوط د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو په وړاندې له سترو ننګونو څخه بللي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام