د اسلامي امارت د رییسالوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي نن په کابل کې د مالیې راټولولو اوونۍ څخه د نمانځنې په یوې غونډې کې وویل چې د مالیاتو یوه افغانۍ به بېځایه نه لګول کېږي.
نوموړي په دغه غونډه کې په رڼه توګه د مالیې پر راټولو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې مالیه باید په سیستماتیک ډول راټوله او ترې د هېواد په ابادۍ او د اړتیا پوره کولو په برخه کې ګټه واخیستل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حنفي له مالیې ورکوونکو غوښتنه وکړه چې خپلې مالیې پر وخت اړوند ادارې ته ورکړي، څو د هېواد د اړتیاوو برابرولو، ښونیزو او روغتیايي ستونزو د هواري په برخه کې ورڅخه ګټه واخیستل شي.
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په دغه غونډه کې وویل چې سوداګر او صنعتکاران باید پر ټاکلي وخت خپله مالیه ورکړي او د هېواد اقتصادي نظام پیاوړی او ځواکمن کړي.
بلخوا د مالیې وزارت چارسمبالی هدایتالله بدري او د اقتصاد وزارت سرپرست دینمحمد حنیف چې په دغه غونډې کې یې خبرې کولې، له سوداګرو غوښتنه وکړه چې له قانون سره سم دې خپلې مالیې ورکړي، څو وکولای شي یو پیاوړی اقتصادي نظام جوړ کړي.
د اسلامي امارت مسوولان په داسې حال کې د مالیه راټولولو اوونۍ نمانځي او د اقتصادي نظام پر ځواکمنتیا ټینګار کوي چې له دې وړاندې، ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې وه، که چېرته له افغانستان سره د نړۍ مرستې ونهشي، د دغه هېواد قتصادي نظام به وپاشل شي.