نظري: د وروستیو اقتصادي ستونزو د حل لپاره هڅې کوو

د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مسوولانو د چهارشنبې په ورځ د خپلو تېرو شپږو میاشتو کاري رپوټ وړاندې کړ. د دغه وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وایي، سره له دې چې وروستیو سیاسي بدلونونو د هېواد پر اقتصادي وضعیت منفي اغیز کړی، خو دا د اقتصادي نظام د سقوط په مانا نه دی.

د مالیې راټولولو اوونۍ؛ حنفي: یوه افغانۍ به بې‌ځایه نه لګول کېږي

 د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي نن په کابل کې د مالیې راټولولو اوونۍ څخه د نمانځنې په یوې غونډې کې وویل چې د راټولې شوې مالیې یوه افغانۍ به بې‌ځایه نه لګول کېږي. نوموړي زیاته کړ چې مالیه باید په سیستماتیک ډول راټوله او ترې د هېواد په ابادۍ او د اړتیا پوره کولو په برخه کې ګټه واخیستل شي.