د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مسوولان د چهارشنبې په ورځ د خپلو تېرو شپږو میاشتو کاري رپوټ وړاندې کړ. د دغه وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وایي، سره له دې چې وروستیو سیاسي بدلونونو د هېواد پر اقتصادي وضعیت هم منفي اغیز کړی، خو دا د اقتصادي نظام د سقوط په مانا نه دی.

هغه د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې د هڅو خبر ورکړ او وې ویل، د اقتصاد وزارت پر یو نوي پلان کار کوي چې پر بنسټ به یې د هېواد اقتصادي وضعیت ښه شي. نظري ټینګار کوي چې د نوي پلان له مخې، پانګونه زیاتېږي او سوداګري به هم غیر سیاسي شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عبداللطیف نظري زیاته کړه: «هڅه مو وکړه چې د سقوط وضعیت مخنیوی وشي چې همداسې وشو او اقتصاد مو هره ورځ د ودې په حال کې دی. خو له شک پرته ستونزې شته او باید ومنو چې د دغو ستونزو یوه برخه د تېر حکومت میراث دی.»

د دغه وزارت مسوولانو د خپلو شپږو میاشتو د کاري رپوټ وړاندې کولو پر مهال، هېواد کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د زمینې برابرولو خبر هم ورکړ.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وایي، د نوي پلان له مخې هېواد کې به بې‌کاري، بې‌وزلي او اقتصادي رکود له منځه لاړ شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اقتصاد وزارت ویاند زیاتوي: «د پراختیایي پروژو ګټه یواځې دولت ته نه‌رسیږي، بلکې کاري زمینه برابروي او له دې لارې فقر له منځه ځي.»

د اقتصاد وزارت د مسوولانو په وینا، د وروستیو سیاسي بدلونونو په دلیل د خلکو د پېر ځواک کم شوی دی. هغوی ټینګار کوي چې په سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو کې د کاري زمینو په برابرولو سره به دا ستونزه ډېر ژر حل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام